اسلام آباد 04 اكتوبر(اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر سره د برتانيې هائي كمشنر جين ميريټ ملاق??ت كړې چې پكښې د شريكو اړيكو په لا مستحكمولو٬بېلو څانګو كښې د مرستې په زياتولو او كلتوري هلو ځلو او لوبو ته د ودې په وركولو خبرې اترې وشوې۔ خېبرپښتونخوا سره تعلق لرونكے د پيپلز ګوند صوبائي اسمبلۍ غړے احمد كريم كنډي هم په دې موقعه موجود وو۔ د پي پي پي ميډيا لخوا د جاري شوي بيان له مخې په ملاق??ت كښې په صوبه كښې د امن او امان په صورتحال٬پرمختيائي پروژو٬تعليم او روغتيا او د كلتور او لوبو په څانګو كښې په مرسته تفصيلي خبرې وشوې۔ د برتانيې هائي كمشنر په خېبرپښتونخوا كښې پرمختيائي كارونو سره سره په كلتوري او ?? لوبو په هلو ځلو كښې ه?? د برتانيې لخوا د مرستې باور وركړو۔د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي په خېبرپښتونخوا كښې د سرمايه كارۍ او تجارتي اړيكو پشمول د كلتوري پلاوي په تبادلو او لوبو ته د ودې وركولو په اهميت ??ور راوړولو سره وزئيل چې دا اقدامات به ځوانان مثبت هلو ځلو پلو راغب كولو كښې مرستياله ثابت شي۔ ده د برتانيې ډلو او فنكارانو سره په ګډه د پروګرامونو كولو او ?? لوبو مقابلې ترتيب كولو تجويز هم وړاندې كړو۔
Nguồn bài viết : Lập trình cờ bạc online